د بامیانو په ولایت کې د ژمنیو لوبو( سکي ) د نمانځغونډې په دوهمه ورځ، د سکي لوبو سیالي ترسره شوې.
په بامیان ولایت کې سکي ژمنیو لوبي سیالي ترسره شوی
2 دلو 1397 ساعت 12:20
د بامیانو په ولایت کې د ژمنیو لوبو( سکي ) د نمانځغونډې په دوهمه ورځ، د سکي لوبو سیالي ترسره شوې.
په دې سیالیوکې (۷۰ ) تنه د سکي لوبې لوبغاړو نجو او هلکانو ګډون کړی وو، چې د بامیانو ولایت د سکي کلبونو د لوبغاړو په بریا پای ته ورسیدلې.
بومان علي ادینه او ذکیه محمدي، د بامیانو ولایت دسکي لوبو په دغو سیالیو کې ګټونکي شول .
په یادو سیالیوکې د بامیانو او وردګو ولایتونو شپږو سکې لوبډلو ګډون درلود، د ژمنیو ورزشونو لمانځغونډه د جمعې په ورځ په بامیانو ولایت کې پیل شوه چې، د بامیانو ، کابل، پروان، میدان وردګو او غزني والایتونو څخه پکې ۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.
ټاکل شوې چې تر راتلونکې میاشتې پورې په بامیانو ولایت کې د ژمنیولوبو ( سکي ) لوبو لپاره د ملي لوبډلې د جوړونې په موخه په دغو ولایت کې سیالۍ ترسره شي.
د مطلب کود: 178329