دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 178339
عبدالله د نړۍ په اقتصادي مجمع کې د ګډون لپاره سویس ته ورسېد
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د نړۍ په اقتصادي مجمع کې د ګډون لپاره نن د سویس داووس ښار ته ورسېد.
اجرائیه ریاست په یوه خبرپانه کې وايي، ښاغلی عبدالله به په پرانېستونکې غونډه او همداراز په څو نورو مجلسونو کې د افغانستان، سیمې او نړۍ د مسایلو په اړه ویناوې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې اجرائیه رئیس به د یو شمېر هېوادونو له صدراعظمانو او نورو نړیوالو شخصیتونو او چارواکو سره هم وګوري.
د داووس د اقتصادي مجمعې غونډه نن د جنوري په ۲۲مه نېټه د نړۍ د څه باندې درې زره سوداګرو، سیاستوالو او د حکومتونو او د نړیوالو ټولنو د استازو په ګډون جوړېږي او پنځه ورځې دوام کوي.
د داووس په کلنیو غونډو کې د نړۍ د اقتصادي، سیاسي، اقلیمي بدلونونو او د نړۍ د هېوادونو او نړیوالو ټولنو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې کېږي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، اجرائیه رئیس به دغه‌شان د دغې غونډې په څنډه کې چې د سویس په داووس ښار کې جوړېږي د افغانستان او سیمې په اړه په یو شمېر نورو مهمو غونډو کې هم برخه واخلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgw79qyak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته