ملي امنیت د «سلواغۍ میاشتې پر ۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه چاودنه کې ۵۸ نور سرتېري ټپیان شوي هم دي.
بیان وايي چې د ملي امنیت د یادو سرتېرو له جملې یو شمېر یې تر چاودنې وروسته د ودانۍ د چت رالوېدلو له امله مړه او ټپیان شوي دي.
تېره ورځ څه باندې سهار اوه بجې وسله والو طالبانو د یوه هاموي ټانک په واسطه چې چاودېدونکو موادو ډک د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې پر مرکز موټر بم حمله وکړه.
ملي امنیت ویلي درې ته نور حمله کوونکې چې تر چاودنې وروسته یې غوښتل دغه مرکز ته داخل شي د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
د دغه مرګونې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
په میدان وردګ کې د ملي امنیت پر ځانګړو ځواکونو دغه موټر بم حمله ولسمشرۍ ماڼۍ او په کابل کې د امریکا سفارت غندلې ده.