دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 178365
د مخابراتو لس سلنې محصول څخه شاوخوا ۱۴ میلیارده افغانۍ راټول شوي
مخابراتو وزارت چې د لس سلنه مخابراتي محصول ټولولو کې د روڼوالي خبره کوي، په تېرو درېیو کلونو کې له دې لارې شاوخوا ۱۴ میلیارده افغانۍ عاید لري خو د دغه بهیر د روڼوالي لپاره یې نوی سیستم نه دی جوړ کړی.

د وزیرانو شورا د پرېکړې او ولسمشر د فرمان پر اساس، د مخابراتي کمپنیو په ټولو پېرېدونکو لس سلنه محصول وضع شوی او د ۱۳۹۴ کال د تلې له لومړۍ نېټې وروسته دغه فرمان عملي شوی دی.
د یاد محصول له عملي کېدو وروسته د ملي شورا ځينو غړو ویلي وو، دغه بهیر روڼ نه دی او د روڼوالي لپاره یې باید نوی سیستم جوړ شي. د مخابراتو وزارت ژمنه کړې وه چې د دې ډول اندېښنو د له منځه وړلو لپاره نوی سیستم (Real Data Management) جوړوي خو تر اوسه یې یاد سیستم نه دی جوړ کړی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له دې امله چې دغه سیستم ډېر تخنیکي او مهم دی په جوړېدو کې یې ځنډ راغلی دی.
خو هغه زیاته کړه، د دغه سیستم تدارکاتي بهیرونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې د جوړېدو هوکړه لیک له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شي.
نوموړي وویل، د لس سلنه مخابراتي محصول عایدات د ۱۳۹۴ کال په دوو میاشتو کې ۸۰۲ میلیون افغانیو زیات وو، په ۱۳۹۵ کال کې له ۴.۲ میلیارد افغانیو ډېر، په ۱۳۹۶ کال کې له ۴.۲ میلیارد افغانیو ډېر او تېر کال څه د پاسه ۴.۶ میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.
د هغه په خبره، د تېر مالي کال د عایداتو له جملې ۷۰۵ میلیون افغانۍ تر اوسه روشن خصوصي مخابراتي شرکت نه دي ورکړې خو ژمنه یې کړې ده چې یادې پیسې به ډېر ژر ورکړي.
ده وویل، ترلاسه شوي عایدات له مخابراتي شرکتونو په مستقیمه توګه مرکزي بانک ته لېږدول کېږي او د دولت زېرمې ته واردېږي.
 
https://avapress.com/vdcfvcdytw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته