د هرات ولايت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولايت په دوو ولسواليو کې يې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو مرکز نيولی دی.
چارواکي: په هرات کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو مرکز نيول شوی
2 دلو 1397 ساعت 18:32
د هرات ولايت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولايت په دوو ولسواليو کې يې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو مرکز نيولی دی.
د هرات ولایت د پولیسو د امریت مطبوعاتي سرپرست فرزاد فروتن نن همداراز ازادي راډیو ته وويل چې د پښتون زرغون او اوبه په نوم ولسواليو په یو شمېر کلیو کې یې عملیات کړي چې په پشت کلي کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفانو یو زندان هم له منځه تللی دی.
په دغو عملیاتو کې د څلورو طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د مطلب کود: 178371