د هلمند ولایت، لښکرګاه ښار او ګرشک ولسوالیو اړوند سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال لس ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
هلمند کې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1397 ساعت 16:29
د هلمند ولایت، لښکرګاه ښار او ګرشک ولسوالیو اړوند سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال لس ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د پنجاو قلعې، سعیدانو او ده آدم خان سیمو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو اته پټنځایونه او دوه عرادې موټر له منځه تللي دي.
همداراز د ترهګرو طالبانو له خوا ۳۶ کړۍ پټ شوي ماینونه هم د امنیتي ځواکونو د انجنیرۍ ډلې له خوا کشف او خنثی شوي او اوه کیلو مټره سیمه د ماینونه له شتونه پاکه شوې ده.
د مطلب کود: 178420