د اعلامیې له مخې، پیلوټیې په دې پېښه کې وژل شوی دی.
د پاکستان د هوایي ځواکونو په اعلامیه کې د دې الوتکې د سقوط سیمه د بلوچستان ایالت مستونګ ته نږدې ښودل شوې، خو د پېښې د علت په اړه څه نهدي ویل شوي.
د دې پېښې د پلټنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، په تېرو ۱۷ کلونو کې د پاکستان لږ تر لږه ۱۳ «F-7PG» ډوله الوتکې لهمنځه تللې دي.
د پاکستان هوایي ځواک څه باندې ۵۰ دا ډول الوتکې لري چې په چین کې جوړې شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)