د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد په دی اړه رسنیو ته وویل، دغه کس چې چاودېدونکي مواد يې په ځان پورې تړلي وو، ماښام مهال یې غوښتل چې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند یوه جومات ته ننوځي، خو وپېژندل شو او هدف ته تر رسېدو مخکې له منځه یوړل شو.
ښاغلی مجاهد وايي، پېښه د کمپنۍ په سیمه کې د ایوب صابر جومات په انګړ کې رامنځته شوه.
دی وايي، په پېښه کې یو کس ټپي او خپله انتحاري کس له منځه وړل شوی دی.