دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۰۶
د مطلب کود : 178438
ټاکنو خپلواک کمیسیون د دریو نورو ولایتونو ولسي جرګې ټاکنې وروستۍ پایلې اعلان کړې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دریو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان کړې.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پنجشېر، کاپیسا او سرپل هغه ولایتونه وو چې تېره ورځ‌يې د شکایتونو کمېسیون دوی ته لېست سپارلی او دوی يې له تخنیکي ارزونې وروسته نن وروستۍ پایلې اعلان کړې.
ښاغلی سادات وايي چې یوازې د سرپل په وروستیو پایلو کې بدلون راغلی او د دوو نورو یادو شویو ولایتونو لومړنی لېست د اعتبار وړ دی.
د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نهو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې وې.
ښاغلی سادات وايي چې ډېر ژر به د پاتې نورو ولایتونو د ولسي جرګې انتخاباتي وروستۍ پایلې هم اعلان شي.
https://avapress.com/vdcgw79q7ak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته