کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنران ممنوع الخروج شو

4 دلو 1397 ساعت 12:01

د ولسمشر غنی هدایت ته په استناد سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنرانو څخه یو رخصتی غوښتنې ته، پارلمانی ټاکنو تر نهایی کیدو پوری هیڅ کمیشنر د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه د هیواد څخه دباندی سفر ته اجازه نه لری.



د آوا په ګزارش سره، ولسمشر غنی په دی پیشنهاد کې هدایت ورکړی چی ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنران، د پارلمانی ټاکنو پروسی تر پای پوری د هیواد څخه دباندی سفر اجازه نه لری.
داوود علی نجفی یو تن ټاکنیز پوه یک تلویزیون ته ویلی، ولسمشر غنی ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو باندی فشار راوړلو په مقصد، په دی کمیسیون کې یو اړخیزه اصلاحاتو راوستلو په هڅه کې دی.
په داسی حال کې چی د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر رییس مسؤول، د ولسمشر هدایت و ټولو کمیشنرانو ته رسولی او په پای کې دا پیشنهاد امضا کړی دی. خو عبدالبدیع صیاد د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ویلی چی هغه په دی اړه هیڅ اطلاع نه لری.
دا ګزارش په داسی حال کې خپریږی چی ځینی خبرونه شتون لری چی د ټاکنو قانون کې تعدیل لپاره هڅې روانی دی.
ویل کیږی چی حکومت د ټاکنو قانون تعدیل طرحی باندی کار کوی او ددی طرحی په عملی کیدو سره به د ټاکنو کمیسیون کمیشنران د دندو څخه به ګوښه شی.
 


د مطلب کود: 178463

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178463/د-ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-کمیشنران-ممنوع-الخروج-شو

آوا
  https://www.avapress.com