دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 178465
په ننګرهار کې دری تنه انتحاری مهاجم نیول شوی
ننګرهار سیمه ایز چارواکې د هیواد په ختیځ کې وایی چی دری تنه مهاجم انتحاری کوونکې د ملی امنیت ریاست مامورینو له لوری پیژندل شوی او نیول شوی دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دری تنه انتحاری مهاجم چی دوه تنه یی پاکستانی دی په ننګرهار کې یو دولتی اداره باندی ډله ایز برید قصد درلود.
عطاء الله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند ددی خبر په تائید سره ویلی دی چی دا تروریستان د شینوار ولسوالی څخه نیول شوی دی.
ښاغلی خوګیانی په دی اړه چی دا کسان کوم ډلې پوری اړه لری او کوم دولتی اداره باندی د برید قصد درلود، کوم څه ونه ویل.
د ننګرهار والی ویاند تائید کړی چی د نیول شویو کسانو څخه انتحاری جلیقه، ماین کپسولونه او یو پایه کمپیوتر نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcg379qnak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته