دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۹
د مطلب کود : 178481
محمد محقق د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال د ولسمشر غنی فرمان له مخې عزل شو
نن پنجشنبه د سلواغې په ۴ مه د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د افغانستان د جمهوري ریاست د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې عزل شو.

د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د عزل په اړه  ولسمشر اشرف غني فرمان صادر کړی دی.
په دغو فرمان کې راغلي، ” د افغانستان اساسي قانون ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم له مخې د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق عزل منظور دی”.
محمد محقق د ملي یوالي حکومت  د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وو، نوموړي د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې د اوسني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله مرستیال وو.
محمد محقق د هیود هزاره توکم وتلی او پراخ نفوذه سیاستوال دی.
ښاغلي محقق د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ د دوهم مرستیال په توګه نوم لیکنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcevv8zzjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته