دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 178482
په فاریاب ولایت کې د طالبانو پنځو لوړپوړو قوماندانانو په ګډون دغې ډلې حکمې رئیس وژل شوی
نظامي چارواکي وایي، د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې یې د طالبانو د ۵ لوړپوړو قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې د حکمې رئیس وژلی دی.

د افغانستان په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو له لوري خپره شوې اعلامیه لیکي،” افغان امنیتي او ځانګړو ځواکونو د افغان او ائتلاف ځواکونو د هوایي ملاتړ په درلودلو سره پر دښمن مرګوني بریدونه کړي، په دغو بریدونو کې، د فاریاب ولایت د ولسوال مرستیال، د قیصار ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې د محکمې رئیس، او د ۵ شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو مالي مسئول له ۵۶ نورو تروریستانو سره وژل شوی دی”.
اعلامیه زیاتوي چې دغه عملیات پرون چهارشنبه د سلواغې په ۳ مه د افغان ځمکنیو او ائتلافي هوایي ځواکونو له خوا د سم کورډیناټ له مخې، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په چنا ر شاخ، خواجه زیارتګاه، غوره ها او د ترکمنانو په سید آباد سیمو کې ترسره شوي دی.
اعلامیه لیکي، دغه عملیات د ځمکې او هوا له لارې د دښمن په ځالو او پټنځایونو ترسره شول چې په پایله کې یې د طالبانو نومول شوی د قیصار ولسوالۍ مرستیال مولوي خان اغا، مولوي ګندم علي د شمال زون د پنځو ولایتونو مالیاتي مسول، مولوي حفیظ الله په یاد ولایت کې د دغې ډلې د محکمې رئیس او د وسله والو یو سیمه ییز قوماندان مولوي ناصر چې په فارابي مشهور دی  له ۵۶ نورو طالب جنګیالیو سره یو ځای وژل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcfccdy0w6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته