کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اجرائیه ریاست: د محقق لېرې کېدل د سیاسي هوکړې سره په تضاد کې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 دلو 1397 ساعت 18:15

د افغان حکومت اجرائیه رياست وايي، د ولسمشر له‌خوا د محمد محقق لېرې کول د ملي وحدت د روحیې خلاف کړنه ده چې بې ثباتي به راپاروي.


د اجرائیه ریاست له دوهمې مرستیالۍ د محمد محقق له لېرې کېدو کابو يوه ساعت وروسته دغه ریاست وایي، د ښاغلي محقق لېرې کېدل به په هېواد کې د بې ثباتۍ د پارېدو لامل شي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۴» ازادي راډیو ته وویل چې د ښاغلي محقق لېرې کول د ملي يووالي حکومت د سیاسي جوړښت د هوکړې د روحیې سره په تضاد کې دی.
د نوموړي په خبره، په‌دې تړاو هر ډول يو اړخېزه پرېکړه د ملي يووالي د حکومت د روحیې خلاف او په‌داسې تاریخي پړاوو کې د ملي يووالي، ګډو همکاریو د کمزورتیا او بې ثباتۍ د پارېدو لامل کېږي

نوموړي وویل:"د ښاغلي محقق د لېرې کولو پرېکړه يو اړخېزه او د ملي يووالي د حکومت د روحیې خلاف ده چې په‌دغه حساس تاریخي پړاوو کې د ملي يووالي روحیه کمزورې او بې ثباتي راپاروي.

ښاغلی محقق د دغې پرېکړې پر وړاندې تر دې مهاله کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو ازادي راډیو ته یې په يوه پیغام کې ویلي چې په‌دې اړه به سبا ته خپل رسمي دريځ روښانه کړي.
د اجرائیه ریاست لېرې شوي مرستیال محمد محقق له دې وړاندې، په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې د محمد حنیف اتمر د دوهم مرستیال په توګه نوم‌لېکنه کړې ده.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون يوه ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې د ښاغلي محقق لېرې کېدل د راتلونکو انتخاباتو او کمېسیون سره کوم تړاو نه‌لري.
دا په‌داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د يوه ځانګړي فرمان په ترڅ کې محمد محقق د اجرائیه ریاست له دوهمې مرستیالۍ لېرې کړ.
د ولسمشر په فرمان کې راغلي چې د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې پر بنسټ د ملي يووالي حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق له دندې څخه لېرې کېدل منظور دي.

 


د مطلب کود: 178493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178493/اجرائیه-ریاست-د-محقق-لېرې-کېدل-سیاسي-هوکړې-سره-په-تضاد-کې-ده

آوا
  https://www.avapress.com