دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۰۴
د مطلب کود : 178499
د امریکایي او طالب استازیو خبرې ۴ ورځنۍ شوې
په دوحه کې د امریکا او طالب استازیو د څلورمې ورځې خبرې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او لویدیځ ته بیا د افغانستان پر ګواښ نه جوړولو راوڅرخیدلې.

په دوحه کې له تېرو څو ورځې راپدیخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طالب استازیو سره خبرې اترې کوي. دواړو لوریو د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې ۴) هم خبرې روانې وساتلې.
که څه هم طالبانو او امریکایانو د دې خبرو د جزئیاتو په اړه رسمي څه ندي ویلي؛ خو طالبانو ته ځینو نږدې سرچینو ویلي، چې ممکن دا خبرې ژر یوې پایلې ته ورسیږي.
د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا ویلي؛ هیله ده، چې په دې خبرو اترو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو هوکړه وشي، د بهرنیو ځواکونو وتل به تدریجي او د یوه مهالوېش له مخې وي.
سیاسي فعال حسن حقیار ویلي، چې د خبرو اترو محور پدې را ټول و، چې له سولې وروسته به افغانستان نور امریکا او لویدیځ ته ګواښ نه وي او دا هېواد به نور د بنسټ پالو لپاره د پناه ځای په توګه هم ونه کارول شي.
نوموړی زیاتوي، د دې دوه هوکړو تر څنګ واشنګتن او طالبان به په افغانستان کې د اوربند په تړاو هم هوکړې ته ورسیږي.
که څه هم هیلې را وټوکېدې، چې د افغان حکومت او طالبانو استازي به په خپلو کې کیني؛ خو دا لېدنې د حکومت د استازي په غیاب کې روانې دي؛ خو د احتمالي هوکړې په تړاو د افغان حکومت دریځ داسې څه داسې دی.
د سولې عالي شورا وایي، افغان دولت به د امریکا او طالبانو تر منځ هره هوکړه ونه مني.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وایي، چې دا د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې دي، د سولې. دوی، چې پر کومه مسوده کار کوي؛ د افغانستان حکومت اړ ندی، چې هغه به هرو مرو مني.
طالبانو ته نږې یوې سرچینې آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې دواړه لوري به د قطر ناستې په تړاو د خبرو پایلې په یوه ګډه اعلامیه کې بیان کړي.
ویل کیږي، چې د ځینو طالب بندیانو خلاصون به د دې خبرو اترو یوه مهمه پایله وي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnj0fnyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته