کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دوحه کې د طالبانو او امریکا نمایندګانو ترمنځ د سولې خبرو کې پرمختګ شوی

5 دلو 1397 ساعت 16:01

ویل کېږي چې په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.



د طالبانو سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې د خبرو اوږدېدل مثبته نښه ده.
نن پنجشنبه، په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د خبرو څلورمه ورځ ده او دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
روېټرز خبري اژانس د طالبانو د دوو جګ‌پوړو مشرانو له قوله چې د قطر د خبرو له جریانه باخبره دي او نه‌غواړي نومونه‌یې افشا شي راپور ورکوي چې دوی وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د طالبانو خبرې اصلاً د دوو ورځو لپاره پلان شوې وې، خو د دې خبرو اوږدېدل مثبته نښه ده.

له دوی څخه یوه‌یې اژانس ته ویلي چې په لومړیو دوو ورځو کې د دوی خبرې تر ډېره له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر موضوع او هغو ضمانتونو متمرکزې وې چې د امریکا او د امریکا د متحدانو پر ضد به د افغانستان له خاورې د دښمنۍ عملیات نه‌کېږي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو استازو د امریکا دا غوښتنه منلې ده.
روېټرز اژانس د طالبانو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اوربند او د بین‌الافغاني خبرو مېکانیزم د دې خبرو دوه نور مهم ټکي دي چې خبرې پرې کېږې.
په قطر کې یوې سرچینې چې د طالبانو له استازو سره نږدې اړیکې لري، روېټرز آژانس ته ویلي چې په قطر کې د خبرو د دوام علت د دوو لومړیو ورځو د خبرو بریا وه.
په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
د سولې عالي شورا ویلي دي چې هیله لري له دوحې څخه به مثبت خبرونه واوري.
د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي، خبرې چې اوږدې شي معنی یې دا ده چې بحثونه حساس او مهم پړاو ته رسېدلي دي.
طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کړې او یوازې له امریکايي چارواکو سره‌یې په څو پړاوونو کې خبرې کړي.


د مطلب کود: 178522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178522/په-دوحه-کې-د-طالبانو-او-امریکا-نمایندګانو-ترمنځ-سولې-خبرو-پرمختګ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com