دخپریدو نیټه :جمعه ۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۰۶
د مطلب کود : 178527
د بغلان ولایت تاله او برفک ولسوالی کې د والیبال په یو میدان کې چاودنه
د بغلان ولایت تاله او برفک ولسوالی کې د یو والیبال په میدان کې چاودنه شوی.

د بغلان ولایت چارواکې وایی چی دا چاودنه څوتنه وژلی او ټپی پرځای پریښی دی.
عبدالحی نعمتی د بغلان والی ددی خبری په تایید سره وویل چی چاودنه د تاله ولسوالی برفک په سیمه کې رامنځته شوی چی طالبانو تر تسلط لاندی دی او تراوسه د تلفاتو دقیق آمار په لاس کې نشته.
خو سیمه ایز سرچینی وایی په دی پیښه کې چی جمعه ماښام وخت ته نږدی رامنځته شوی څلور تنه وژل شوی او د لسو تنو څخه ډیر ټپیان شوی دی.
ددی سرچینی په وینا د پیښی ټپیان د پلخمری ښار روغتونونو ته لیږدول شوی دی.
ددی چاودنې مسؤولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
نور جزئیات وروسته...
https://avapress.com/vdcf0cdyew6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته