دخپریدو نیټه :شنبه ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 178548
غني: په تېرو ۴ کلونو کې ۴۵ زره افغان ځواکونه وژل شوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له ۲۰۱۴ راهیسې تر اوسه تر ۴۵ زرو ډېر افغان ځواکونه له اورپکو سره په جګړه کې وژل شوي. ‌
ولسمشر غني دا څرګندونې ډاووس کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډه کې د جمعې پر ورځ‌کړې دي.
د افغان ځواکونو د وژل کېدو دا شمېره تر هغه اټکل لوړه ده چې تر اوسه کېده. وړاندې ولسمشر غني ویلي وو، له ۲۰۱۵ کال راهیسې د روان کال تر لومړیو پورې ۲۸ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي.
د افغانستان ولسمشر د امریکا سي اېن اېن خبري شبکې له خبریال فرید زکریا سره خبرو کې ویلي: "په دې موده کې د افغان امنیتي ځواکونه د وژل شویو غړو شمېر ۷۲ کسانو ته رسېدلی و او دا په ډاګه کوي چې د جګړې مسؤولیت د چا پرغاړه دی."
ښاغلي غني دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د قطر دوحه کې د افغان طالب او امریکايي استازو ترمنځ‌ د سولې او جوړجاړي خبرې شپږمې ورځې ته وغځېدې.


طالبانو ویلي،‌ له تېرو پنځو ورځو راهیسې له امریکايي استازو سره پر خبرو بوخت دي چې د شنبې پر ورځ‌ به هم دوام وکړي.‌
که څه هم ددغو خبرو په اړه ډېر جزییات نه شته،‌ خو رپوټونه وايي چې په دې مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.‌
ښاغلي غني ویلي: "له هغه راهیسې چې زه ولسمشر شوی یم، په جګړه کې تر ۴۵ زرو ډېر افغان سرتېري وژل شوي دي."
دی وايي:‌ "موږ یوه باثباته افغانستان ته اړتیا لرو چې د امریکایانو، اروپایانو او نورو امنیت پکې خوندي وي خو تر ټولو مهمه دا ده چې د خپلو افغانانو حقونه او دیموکراتیک بنسټونه پکې محفوظ وي."

د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه د ولسمشر غني دا څرګندونې بې مخینې دي.
طالب اورپکو پر افغان ځواکونو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.‌
تر ټولو تازه برید تېره اونۍ د کابل څنګلوري میدان وردګو کې د ملي امنیت پر یوې سیمه ییزې قطعې د طالبانو موټربم برید و،‌ چې لسګونه سرتېري پکې ووژل شول.
په افغانستان کې د پوځي مرګ ژوبلې سربېره ولسي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده. د ملګرو ملتونو رپوټونه وايي چې یوازې په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان ک تر ۱۰ زرو ډېر ولسي وګړي وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdci5vazvt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته