دخپریدو نیټه :شنبه ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 178550
محمد عمر داوودزی له چن شاو دنگ سره لیدنه وکړه
د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس ښاغلي محمد عمر داووزي د چین د خلکو جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ښاغلي چن شاو دنگ سره د سولې لپاره د سیمه ېیزو مرستو په اړه لیدنه او خبری اتری وکړې.
دغه لیدنه چې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره شول، داوړه لورو د افغانستان او چین ترمنځ د مرستو د زیاتیدو، د افغانستان دولت په رهبرئ، حاکمیت او مالکیت د سولې پروسې پرمخ وړل، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیمه اېیزی اجماع رامنځته کول او په سیمې کې د یو با ثباتې افغانستان د ګټو په اړه بحث وشول.
محمد عمر داوودزي په دغه لیدنه کې، افغانستان سره د چین ولسي جمهوریت له شوي مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو په اړه مقابل لوري ته د بشپړ معلوماتو په وړاندې کولو سره د چین ولسي دولت څخه یی وغوښتل د افغانستان د یو ګاونډي او په نړئ کې د یو مطرح هیواد په توګه دې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ دې، د مستقیمو مذاکراتو لپاره د زمینې په برابرولو کې خپله رغنده رول ولوبوي.
داوودزي زیاته کړه د افغانستان د سولې پروسې د چټکوالي او ملاتړ لپاره د نړیوال اجماع ترڅنګ، سیمه ییزه اجماع هم ګټه ور تمامیدای شي.
د لیدنې په دوام ښاغلي چن شاو دنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې شوي پرمختګونه، بې سارې وباله او وویل د چین ولسي جمهوریت د افغانستان دولت په حاکمیت، مالکیت او رهبری د سولې پروسې څخه ملاتړ کوي او هر راز مرستې ته چمتو دی. هغه زیاته کړه چې چین به د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د مستقیمو او مخامخ مذاکراتو ته د زمینې په برابرولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbswb8grhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته