کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استخراجي صنایعو شفافیت د نوښت سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډیدلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 دلو 1397 ساعت 14:32

د شفافیت د څار ادارې په یوه اعلامیه کې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب په ځنډیدلو اندیښنه ښودلې او دا ځنډ یې په تیرو کلونو کې په استخراجي صنایعو کې د شفافیت د معیارونو پلي کولو کې د افغانستان د حکومتونو د پاتې راتلولو له امله ګڼلی دی.



د افغانستان د شفافیت د څار ادارې ویلي، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت نړیوال سازمان د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په لومړیو ورځو کې په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډولی دی.
دا سازمان د استخراجي صنایعو د سکټور په برخه کې د شفافیت لپاره کارکوي.
د شفافیت د څار اداره وايي، که څه هم د افغانستان غړیتوب د پخواني حکومت د کړونو له امله ځنډول شوی، خو په دغه نړیوال سازمان کې د غړیتوب له لاسه ورکول کیدای شي د ملي یووالي د حکومت لپاره هم د خطر زنګ وي، ترڅو د افغانستان د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو بهیر پلي کیدل چټک کړي.
د شفافیت د څار ادارې اجرائیوي رئیس سیداکرام افضلي د دغه ځنډ په اړه ویلي، چې په افغانستان کې د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو د بهیر پر وړاندې ګواښونه ډیر جدي دي او د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت کولی شو پر دغو ګواښونو د بري لپاره افغان حکومت او د حکومت همکارو شرکتونو ته یو عمومي چوکاټ برابرکړی وای.
ښاغلي افضلي ویلي " د دې لپاره، چې دغه نوښت، حکومت او د غړو هیوادونو شرکتونه د کانونو د سکټور د تولید او عوایدو په اړه د معلوماتو خپرولو او د خپلواکو ادارو له خوا پلټنو ته مکلف کوي، که چیرې حکومت دغه معلومات په موثق ډول او په موقع خپاره کړي نه وي، د کانونو د سکټور په مدیریت او د فساد په مخنیوي کې د حکومت وړتیا تر پوښتنې راولي".
افغانستان د ۱۳۸۷ لمریز کال کې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت د سازمان غړیتوب ترلاسه کړی وو.
د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، د ډیرو اوږدو کلونو وروسته په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د استخراجي صنایعو د نوښت د سازمان د معیارونو د پلي کولو لپاره اقدامات شوي او په دې برخه کې پرمختګ راغلی دی.
دا اعلامیه وايي " که څه هم د مدني ټولنې بنسټونه د غړیتوب د ځنډ د مخنیوي لپاره، چې افغان حکومت کوم اقدامات ترسره کړي توود هرکلی یې کوي، خو دا ځنډ دا څرګندوي، چې اصلاحات کافي نه وو او په وروستیو کلونو کې د افغانستان د غړیتوب ځنډ حتمی شوی وو".
د شفافیت د څار ادارې اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ځنډول د دغه نړیوال سازمان په سکټریت کې د کافي بشري منابعو نشتون، د ملي همغږي کوونکي د انتصاب د پروسې اوږیدل او هم په ۱۳۹۷ کال کې د کانونو د عوایدو د راټولولو لپاره د یو واحد حساب نه شتون ښودلی دی.
همداشان ښاغلي افضلي د کانونو د عوایدو څخه د وسله والو مخالفانو او غیر قانوني وسله والو ډلو ګټه اخیستلو او په روان ۱۳۹۷ لمریز کال کې د بدخشان د سرو زرو او د بخلاب د مسو د کانونو د تړونونو هم یادونه کړې او ویلي دي، چې د دغو کانونو تړونونه د افغانستان د کانونو د قانون پر خلاف لاسلیک شوي دي.

د "ګلوبل ویتنس" په اداره کې د افغانستان د چارو مسول ستفن کارتر ویلي، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د ځنډول له دغه نړیوال سازمان څخه د دغه هیواد د دایمي خارجیدو په معنی نه دی، بلکې د ښاغلي کارتر پر وینا دا افغانستان لپاره د کانونو د سکټور د اصلاحاتو د بهیر د چټکیدو په برخه کې یو ښه فرصت برابروي، ترڅو دا هیواد بیرته د دغه نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې د افغانستان غړیتوب د تیر حکومت د کړنو له امله ځنډیدلی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان د کانونو او پټرولیم وزارت د روان لمریز کال ۱۳۹۷ وروستیو اصلاحي اقداماتو ته په راپور کې ځای نه دی ورکړی.
ښاغلي مطفي وویل " تاسو ته معلومه ده، چې د استخراجي صنایعو د سکټور په برخه کې په وروستیو کې افغان حکومت د اقداماتو له امله په مختلفو برخو کې ډیر اصلاحات رامنځ ته شوي،د عوایدو په برخه کې د شفافیت او حساب ورکولو د نظارت، د قراردادونو او د قوانیونو په برخو کې اصلاحات راغلي دي".
هغه وویل، د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې غړیتوب او د غړیتوب ساتل یو اوږد مهاله پروسه ده، چې افغان حکومت پرې کار کوي او دغه وزارت ته مهمه داده، چې د استخراجي صنایعو د سکټور تګلاره، قوانین او په دې وروستیو کې، چې د شفافیت او حساب ورکولو لپاره کوم اقدامات شوي پلي کړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تمه لري، چې د دغه وزارت له خوا په روان لمریز کال کې شوي اقدامات په راروان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په سازمان کې د دغه هیواد غړیتوب بیرته ترلاسه کولو ته لار پرانیځي.
 


د مطلب کود: 178558

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178558/استخراجي-صنایعو-شفافیت-د-نوښت-سازمان-کې-افغانستان-غړیتوب-ځنډیدلی

آوا
  https://www.avapress.com