کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: طالبان د ټولو ترهګریزو ډلو سره اړیکه لری

6 دلو 1397 ساعت 14:35

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورئیس محمد اشرف غني وایی، طالبان له ټولو پيژندل شوو ترهګریزو ډلو سره اړیکه لري.



ښاغلي غني د سویس په داوس ښار کې جوړ شوي نړیوال اقتصادي کنفرانس ته ویلي ((طالبان د ځکمي پر سر د سترو جنایتکارو او مافیايي سازمانونو او پاکستان ))  سره اړیکه لري.
د ولسمشر غني له وینا څخه څو ساعته وړاندي،  وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې دطالبانو د هوکړې په هکله راپور ورکړی چې طالبان به، القاعده او داعش ډلې ته اجازه ورنکړي ترڅو د افغانستان خاوره په بهر کې د بردونو لپاره وکاروي.
دافغان ولسمشر  په خپلو خبرو کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو د مذاکراتو په هکله وویل په هغو مذاکراتو کې  چې د سیمې هیوادونه ګډون ونلري ، بې ګټې دي.
ده زیاته کړې ده  چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوسنی کړکیچ  باید د سیاسي لارو چارو په زریعه حل شي.
 ښاغلي غني د افغانستان نه د امریکایي سرتیرو، د وتو په هکله  وویل امریکا  د یو خپلواک هیواد په توگه حق لري چې د افغانستان نه ووځي، خو د قواوو د وتلو بهیر باید په منظمه توګه  تر سره شي.
ښاغلي غني پدې اړه دا پوښتنه هم مطرح کړه چې آیا امریکا هغه هدف ته رسیدلې او که نه چې په وجه یې افغانستان ته راغلې وه؟
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني دا هم ویلي چې د جگړې د پرمخ بیولو مسولیت د افغانانو په غاړه دی او له کومې ورځې چې هغه جمهور رئیس شوی څه دپاسه ۴٥ زره افغان امنیتي سرتیري په جگړه کې وژل شوي، پداسې حال کې چې د نړیوالو ځواکونو یواځې څه کم ٧٢ سرتیري وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 178559

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178559/ولسمشر-غنی-طالبان-د-ټولو-ترهګریزو-ډلو-سره-اړیکه-لری

آوا
  https://www.avapress.com