دخپریدو نیټه :شنبه ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 178570
د شکایاتو د کمېسیون له پرېکړې وروسته د پاتې ولایتونو انتخاباتي پایلې هم اعلانېږي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شکایتونو کمېسیون له پرېکړې وروسته به د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج هم اعلان کړي.

د افغانستان د ۱۲ ولایتونو د ولسي جرګې د ورستیو نتایجو تر اعلان وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، د پاتې ولایتونو د نتایجو د اعلان لپاره د شکایتونو کمېسیون پرېکړې ته په تمه دي.
د دغه کمېسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هر کله چې د شکایتونو کمېسیون د اعتراضونو په تړاو د خپلو څېړنو نتایج له دوی سره شریک کړي، په دې اړه به اقدام وکړي.
ده زیاته کړه:
"د شکایتونو کمېسیون د قانون په اساس یوه میاشت وخت لري چې د خلکو شکایتونو او اعتراضونو ته رسېدنه وکړي او نتایج له مونږ سره شریک کړي، له کابل او بغلان پرته چې لومړني نتایج یې وروسته یې اعلان شوي، د نورو ولایتونو قانوني وخت پوره شوی او د ۱۲ ولایتونو نتایج چې مونږ ته رسېدلي وو، اعلان شوي، خو تراوسه د نورو ولایتونو نتایج نه دي رسېدلي."
ښاغلي هاشمي وویل، د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنيو نتایجو لېست له شکایتونو کمېسیون سره شریک شوي او د قانون په اساس باید د خلکو اعتراضونو ته رسېدنه وکړي او بېرته کمېسیون ته معلومات ورکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه د بامیان، لغمان، نیمروز، داکنډي، ارزګان، زابل، جوزجان، پروان، سمنګان، پنجشېر، سرپل او کاپیسا په ګډون، د ۱۲ولایتونو وروستي نتایج اعلان کړي.
کمېسیون د انتخاباتو لومړني نتایج هم په ځنډ سره اعلان کړل چې د کمېسیون دا کار د حکومت، د انتخاباتو د څار بنسټونو، په ملي شورا کې د خلکو د استازو او انتخاباتي شکایتونو د کميسیون له انتقادونو سره مخ شوی و.
هغه مهال د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پایلو د ځنډ لامل په کارونو کې شفافیت یاد کړی.
په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، له ټاکل شوې نېټې پر بنسټ یې خپلې څېړنې کړي او د اتو نورو ولایتونو نتایج هم ورستي شوي.
 
سرچينه : د امریکا غږ اشنا راډیو
https://avapress.com/vdcd5j0fzyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته