د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند په خماري او شاه محمدخېل سيمو کې تېره شپه د سيمه ییزو پوليسو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۶ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دی وایي:
"په دې نښتو کې درې ته سیمه ییز پولیس هم وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي، دغه راز تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په خونيان او عسکرکوټ ته څېرمه سيمه کې د هوايي ځواکونو په عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون، ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى اړوند دوه عرادې موټر له منځه تللي دي."
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د قرباغ د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د مقر نښتې یې تأیید کړې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ادعا کړې چې په مقر کې یې اووه تنه پولیس وژلي، خو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)