خوښ ديک ۰

چارواکي: د غزني په مقر او قره باغ کې ۱۳ وسله وال وژل شوي

په غزني کې افغان چارواکي وايي، په مقر او قره باغ ولسوالیو کې ۱۳ وسله وال وژل شوي.
چارواکي: د غزني په مقر او قره باغ کې ۱۳ وسله وال وژل شوي

د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند په خماري او شاه محمدخېل سيمو کې تېره شپه د سيمه ییزو پوليسو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۶ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دی وایي:
"په دې نښتو کې درې ته سیمه ییز پولیس هم وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي، دغه راز تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په خونيان او عسکرکوټ ته څېرمه سيمه کې د هوايي ځواکونو په عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون، ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى اړوند دوه عرادې موټر له منځه تللي دي."
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د قرباغ د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د مقر نښتې یې تأیید کړې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ادعا کړې چې په مقر کې یې اووه تنه پولیس وژلي، خو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
شنبی ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود: 178573 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *