کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د وتلو تر ډاډ وروسته طالبان له حکومت سره خبرې کوي ـ اکبر اغا

صدای امریکا , 6 دلو 1397 ساعت 18:26

پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون شورا مشر سید اکبر اغا وايي، که طالبان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ډاډ تر لاسه کړي هیڅ شک نسته چې له افغان حکومت سره دې خبرې ونه کړي.



نوموړي د شنبې په ورځ د «سلواغې پر ۶مه» امریکا غږ ته وویل چې په قطر کې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او د طالبانو لخوا دا ډاډ ورکول چې افغانستان به نور د بهرنیانو« امریکا» پر ضد نه کارول کېږي اصلي اجنډاوه چې وروسته درې نورو مواردو دغه خبرې وغځولې.
ښاغلي اکبر اغا زیاته کړه چې د دواړو لورو د اصلي اجنډا ترڅنګ له افغان حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو کولو، اوربند او د بندیانو په اړه هم خبرې کړي دي.
هغه وویل که طالبان د امریکایانو د وتلو ډاډ تر لاسه کړي هېڅ شک نشته چې له افغان حکومت سره خبرې ونه وکړي.
نوموړي زیاته کړه: "هېڅ شک نشته طالبان به خامخا له افغان حکومت سره خبرې کوي، د بهرنیانو د وتلو په اړه تر پوره ډاډ وروسته، چې پوره ډاډ د طالبانو حاصل شي چې خارجیان له افغانستان څخه وزي."
دا په داسې حال کېده چې له تېرو شپږو ورځو په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي.
 


د مطلب کود: 178581

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178581/د-امریکا-وتلو-تر-ډاډ-وروسته-طالبان-له-حکومت-سره-خبرې-کوي-اکبر-اغا

آوا
  https://www.avapress.com