کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د افغان ترک ښوونځي د ترکیې پوهنې ته وسپارل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 دلو 1397 ساعت 18:42

له څو میاشتو لانجو وروسته په بلخ کې د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت چارې په رسمي توګه د ترکیې پونې بنسټ ته وسپارل شوې.



ترکیې چارواکي ژمنه کوي، چې له فراغت وروسته به هم زدکوونکیو ته په ترکیه کې د زدکړې د دوام زمینه برابره  او نور ترکي استادان به استخدام کړي.
په افغانستان کې د ترکیی د پوهنې بنسټ رییس شاکروایوت وایي، چې له افغانستان سره د شوې هوکړې له مخې د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت له ترلاسه کولو وروسته به د زدکوونکیو د ودې په موخه نورې برنامې هم په پام کې ولرو.
په بلخ کې د ترکیې سرکنسول شوکي شیچکین  آلپای وایي، چې د افغان ترک ښوونځیو د ودانیو رغونه مو په لومړیتوبونو کې ده، مونږ نوي ترکې استادان هم استخداموو او اوس د بلخ د هلکانو او نجونو د افغان ترک په ښوونځیو کې اووه ترکي استادان تدریس کوي.
یو شمېر زدکوونکي د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د دغه ښوونځیو د مدیریت د سپارلوهرکلی کوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت سلاکارنجیب الله کامران وايي؛ هغو افغان ښوونکي، چې مخکې په دغو ښوونځیو کې تدریس کاوه خپلې هڅې به روانې ساتي؛ خو ترکي ښوونکي وظیفوي تضمین نلري.
امنیتي ځواکونه د جمعې په شپه په بلخ کې د افغان ترک ښوونځیو ته وردننه شول او د دغه ښوونځي د ښوونکیو په وینا څلوېښت افغان او ۷ ترکي استادان یې ونیول.
دا په داسې حال کې ده، چې  په بلخ کې چارواکي د دغه ښوونځیو د نیول شویو ښوونکیو د برخلیک په اړه څه نه وايي.
 


د مطلب کود: 178583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178583/په-بلخ-کې-د-افغان-ترک-ښوونځي-ترکیې-پوهنې-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.com