د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی ساعت وړاندې له کابله د قطر په لوري وخوځېد.
سرچینه وایي چې دغه سفر د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره ترسره شو او تمه ده چې له طالب استازو سره هم وویني.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد د شپږمې ورځې لپاره په قطر کې له طالب استازو سره په خبرو اترو لګیا دی.
تر اوسه امریکا او طالب استازو د دغو خبرو اترو په اړه جزیات نه دي ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)