دخپریدو نیټه :شنبه ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 178592
د امریکايي پلاوي او طالب استازو خبرې چې د دوو ورځو لپاره پلان شوې وې، نن شپږمې ورځې ته ورسېدې
طالب چارواکو روېټرز اژانس ته ویلي چې په قطر کې دوی او امریکايي پلاوي د شنبې په ورځ د افغان ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف د یوې موافقې مسوده بشپړه کړه.

روېټرز نن دا هم لیکلي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد به کابل ته ولاړ شي، څو د شپږو ورځو د خبرو له پرمختګونو ولسمشر اشرف غني ته معلومات ورکړي.
 
په قطر کې له دې خبرو یوې اګاه سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې نن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهالوېش، د اوربند په ټینګښت او له افغانستانه بهر د ترورېستي ډلو له خوا د بریدونو د نه ترسره کېدو په یقیني کولو بحثونه کېدل.
روېټرز لیکلي، طالبان حاضر دي چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره اړیکې پرې کړي، خو له القاعده سره اړیکې پرې کول یې رد کړي، ځکه دوی وایي، القاعده ډله هم د طالبانو مشر ملا هبت الله خپل مشر ګڼي.
تر نننیو خبرو مخکې د امریکايي پلاوي او طالبانو خبرې د جمعې په ورځ له خنډ سره مخ شوې وې چې بیا وروسته بېرته پیل شوې.
د ازادي راډیو سرچینه وايي چې خنډ د اوربند د ټینګښت مسئله وه.
افغان ولسمشر اشرف غني هم د سویس په داووس ښار کې د پنجشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې په قطر کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو بحثونه روان دي.
هغه وویل چې په دې بحثونو کې باید د سیمې ټول هېوادونه شریک کړای شي.
په قطر کې د دغو خبرو د دوام او ښه مخته وړلو لپاره طالبانو هم ملا عبدالغني برادر د خپل سیاسي دفتر د مشر په توګه ټاکلی.
یوې طالب سرچینې روېټرز ته په افغانستان کې ویلي چې تمه ده چې ملا برادر به په نږدې وخت کې قطر ته ولاړ شي او د دوی په باور له طالبانو سره امریکایي مرکچیان به د دې اقدام هرکلی وکړي.
 
روېټرز لیکي، په افغانستان کې دوو طالب چارواکو چې د قطر له خبرو اګاه دي، ویلي چې د قطر د دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني برادر تر ټاکل کېدو وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې یو څه حرکت ښکاري.
په کابل کې د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې څرګندونو سره سره لا هم د ملابرادر د روغتیا په اړه ځیني پوښتنې شته، ځکه له کومه چې په تېر اکتوبر کې هغه د پاکستان له زندانه خوشې شو، ویل کېدل چې استراحت ته اړتیا لري.
ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان او امریکايي استخباراتي ادارو د یوې ډلې له خوا د افغانستان په جنوبي برخو کې د پوځي عملیاتو پر مهال ونیول شو.
برادر د طالبانو د ډلې یو موسس او د ملا عمر مرستیال پاتې شوی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchw6nzi23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته