د ناتو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې يوې خبرې غونډې ته څرګنده کړې، چې په افغانستان د ستونزو له سياسي حل وروسته به په دې هېواد کې د ناتو هېوادونو پر حضور هم خبرې وشي؛ خو اوس دا له وخته مخکې ده، چې په اړه يې څه وويل شي.
نوموړي دا خبرې د نيوزليند له لومړۍ وزيرې جاسيندا اردرن سره له ليدو وروسته يوې خبرې غونډې ته کړې دي.
ستولتنبرګ د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د مذاکرتو د روان بهير څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې دوی له دې ټولو هڅو څخه ملاتړ کوي.
هغه زیاتوي: پدې اړه څه ويل به له وخت مخکې وي؛ خو د سولې له هوکړې ملاتړ اړین دی.
د ناټو عمومي منشي دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې طالبان او امريکايي لوری په قطر کې سره جرګه شوي، چې د افغانستان قضيه له سياسي لارې حل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)