کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو ویاند:

د دوحه ناستی اړوند تړونونو په اړه خپاره شوی راپورونه صحت نه لری

7 دلو 1397 ساعت 11:32

ځینی رسنۍ ګزارش ورکړی چی طالبان د امریکایی لوری سره هغوی ځواکونو وتلو لپاره ۱۸ میاشتی ټاکلی دی. دا راپور صحت نه لری، د ۱۸ میاشتو خبره هیڅ مطرح شوی نه دی.


 
 
 
د طالبانو سره د امریکا مذاکراتو څلورم دور تیره ورځ د ۶ ورځو وروسته پای ته ورسیده او ظاهرآ دا ناسته د پرمختګونو سره یوځای وو.
ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند په یو بیانیه کې اعلام کړی چی په دی مذاکراتو کې دواړه لوری د افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو او نورو مهمو مسائلو په اړه خبری وکړ.
د مجاهد په بیانیه کې راغلی دی، د مذاکراتو په دی برخه کې، د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتلو مقرره آجندا پّ اساس او نورو مهمو مسائلو په اړه بحث او پرمختګ صورت ونیول؛ خو نور موضوعات درانده دی او ډیرو بحثونو ته اړتیا لری، نو د همدی لپاره دا فیصله وشوه چی د ځینو لاینحل مسائلو په اړه دواړه لوری خپل مشرانو سره ناسته وکړی، هدایت واخلی.
د اسلامی امارت واضح موقف د خبرو اترو په جریان کې داوو چی ترڅو د افغانستان څخه د خارجی ځواکونو موضوع حل نه شی، نورو برخو کې پرمختګ د امکان وړ نه دی.
دا په داسی حال کې دی چی د دواړه لورو احتمالی تړونونو او خارجی ځواکونو وتلو په اړه او اوربند رامنځته کیدو اړوند ګزارشونه په رسنیو کې خپاره شوی دی.
 


د مطلب کود: 178624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178624/د-دوحه-ناستی-اړوند-تړونونو-په-اړه-خپاره-شوی-راپورونه-صحت-نه-لری

آوا
  https://www.avapress.com