دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 178625
د اوربند یا د کابل ادارې  سره د مذاکراتو د توافق راپورونه ورکړي هیڅ حقیقت نه لري
داچې ځینو رسنیو په یاده غونډه کې داوربند یا د کابل ادارې سره د مذاکراتو د توافق راپورونه ورکړي هیڅ حقیقت نه لري.
څرنګه چې له تیرو شپږ ورځو راپه دې خوا د قطر مرکز دوحه کې له امریکايي جهت سره د اسلامي امارت د مذاکراتي هېئت پرلپسې ناستې او خبرې روانې وي، نن مازدیګر  دغه ناستې پای ته ورسیدې.
د مذاکراتو په دې پړاو کې د ټاکل شوې اجنډاسره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو اونورو اړونده مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو؛ داچې موضوعات درانه دي او زیات جراوبحث ته اړتیا لري؛ نو فیصله وشوه چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي، ترڅو پاته لاينحله مسائلو ته هم د حل مناسبه او مفیده لار پيدا کړل شي او هم دواړه طرفه د مجلس جریان له خپلو مشرانو سره شریک او هدایت ترلاسه کړي. 
د خبرو په جریان کي د اسلامي امارت واضح دریځ داو چې تر څو له افغانستانه د خارجي ځواکونو د وتلو موضوع حل نه شي په نورو برخو کې پرمختګ امکان نه لري.
په پای کې داسلامي امارت هیئت د تسهیلاتو د برابرولو په برخه کې د قطر هیواد له همکاري نه مننه وکړه.
داچې ځینو رسنیو په یاده غونډه کې داوربند یا د کابل ادارې  سره د مذاکراتو د توافق راپورونه ورکړي هیڅ حقیقت نه لري.  
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewv8znjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته