دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 178629
فیلیپین یوه کلیسا کې بمی چاودنو نږدی ۲۱ تنه وژلی
د فیلیپین د جنوبي ټاپو جولو په يوه کليسا کې نن د عبادت پر مهال دوو بمي چاودنو لږ تر لږه ٢١ کسان وژلي او ٧١ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

په سيمه کې د پوځ يوه وياند ګيري بيسانا نن وويل، لومړۍ چاودنه په جولو ښارګوټي کې چې د پلازمېنې مانيلا په ١٠٠٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، په کليسا کې د ګڼه ګوڼې په وخت کې وشوه.
د بيسانا په خبره، کله چې امنيتي ځواکونه د لومړۍ چاودنې ساحې ته ورسېدل، دوهمه چاودنه د کليسا د موټرو د پارکينګ په ساحه کې وشوه.
جولو ټاپو له اوږدې مودې راهيسې د هغه تاوتريخوالي شاهد دى چې د ابوسياف د جنګياليو کار ګڼل کېږي.
د امريکا متحدو ايالتونو او فلپين ابوسياف يو تروريستي سازمان ګڼلى دى.
https://avapress.com/vdcirvaz3t1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته