ښاغلي حامد کرزي ویلي، چې د سولې او امنیت خوندي کول د افغانستان د خلکو لومړیتوب دی.
د نوموړي د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې خبرې باید تلپاتې اوربند رامنځته او په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځته کول هغه مهال شوني دي، چې د افغانانو د خپلمنځیو هڅو په پایله کې ترې برخمن شو. پدې توګه به د سولې په پایله کې د یو متحد، خپلواکه او د ودې او پرمختګ پر لوري د روان افغانستان لرونکي واوسو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)