دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 178656
د زیمنس نړیوال شرکت د پایدارې ودې په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۴ مه نېټه د افغانستان پایدارې ودې څخه د ملاتړ په موخه د زیمنس شرکت له استازي سره د افغانستان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په حضور کې د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک کړه.


دا تفاهمنامه چې د سوېس د داووس ښار د نړیوال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوه، له مخې به یې دواړه لوري د یوې جامع ستراتېژۍ پر جوړولو کار وکړي چې پر بنسټ به یې زیمنس کمپنۍ له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې په افغانستان کې د پایداره توسعې د ودې لپاره همکاري کوي.
د دې تفاهمنامې له لاسلیکولو څخه د افغان حکومت موخه د هیواد پایداره پراختیا، ځوانانو ته کارموندنه او مهارت جوړونه، له دې ډلې په مسلکي تحصیل او روزنې تمرکز دی.
د نوې انرژۍ د تولیدي ظرفیت د ایجاد له لارې د انرژۍ د زېربناو د ځنځيري ارزښت پیاوړي کول ؛ د انرژۍ د وېش او لېږد د نویو سیستمونو د زېربناو جوړول، نصبول او د انرژۍ د موجوده زېربناو نوي کول؛ د افغانستان د طبیعي ګازو ارزونه او د هغې د لېږد د سیستم پراختیا د دې تفاهمنامې موخې دي. دغه راز  په هېواد کې له طبیعي ګازو څخه د استفادې د طریقو ارزول او پر هغه موډل کار کول چې افغانستان له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د موثر لېږد پر محور  بدل کړي او ترڅنګ یې د انرژۍ د ضایعاتو د راکمولو لپاره د سیستمونو پر پراختیا چې له هغې ډلې د شبکو د سیستمونو پراختیا، د تقاضا او شبکو د مدیریتونو او د انرژۍ د لېږد پر مهال د ضایعاتو د راکمولو میکانیزم د دې تفاهمنامې نورې اساسي موخې دي.
د یادونې وړده، چې زیمنس یو څو ملیتي الماني شرکت دی، چې د مخابراتي تجهیزاتو او لایټینګ تولیدولو، کورنیو توکو، د برېښنایي تجهیزاتو تولید، د خپل کارو سیستمونو جوړولو، صنعتي اتومات سیستمونو، روغتیایي تجهیزاتو او د سوځېدنې په مهال د غږیزو سیستمونو جوړولو کې فعالیت کوي
 
https://avapress.com/vdciwvazqt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته