دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 178659
رپوټ: امریکايي ځواکونه به په ۱۸میاشتو کې له افغانستانه بهر شي
د طالب چارواکو په وینا قطر کې د شپږ ورځنیو خبرو په پای کې دې پایلې ته سره رسېدلي دي چې امریکايي ځواکونه به راتلوونکو ۱۸میاشتو کې له افغانستانه ووځي او په دې سره به د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزییات رویټرز خبري آژانس ته ورکړل شوي دي.
ویل کېږي په دې هوکړه‎لیک کې راغلي چې د راتلونکو اتلسو میاشتو په اوږدو کې به امریکايي سرتېري له افغانستان نه بهر شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او ښاغلي خلیلزاد ترمنځ د ناستې په تړاو ګډه خبرپانه نه ده خپره شوې، خو ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه ليکلي دي:« راپورونه: امریکايي ځواکونه به له افغانستانه ۱۸ میاشتو کې ووځي
د طالب چارواکو په وینا قطر کې د شپږ ورځنیو خبرو په پای کې دې پایلې ته سره رسېدلي دي چې امریکايي ځواکونه به راتلونکو ۱۸میاشتو کې له افغانستانه بهر شي او په دې سره به د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزییات رویټرز خبري اژانس ته ورکړل شوي دي.
ویل کېږي په دې هوکړه‎لیک کې راغلي چې د راتلونکو اتلسو میاشتو په اوږدو کې به امریکايي سرتېري له افغانستانه وځي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او ښاغلي خلیلزاد ترمنځ د ناستې په تړاو ګډه خبرپانه نه ده خپره شوې، خو ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه ليکلي دي:«په خبرو کې پرمختګ شوی، اوس د افغان مشرانو لیدو لپاره افغانستان ته ځم.»
ده زیاته کړې ده«دلته (قطر کې) له تېر نه خبرې ګټورې وې. موږ د مهمو مسایلو په اړه پرمختګ درلود.» همداراز یې ویلي چې لا ډېر مسایل شته چې باید پرې کار وشي.
د امریکا ځانګړي استازي همداراز څرګنده کړې ده چې کومه هوکړه نه ده شوې او له یو لنډ ځنډ څخه وروسته به بیا خبرې پیل شي:«یو شمېر موارد د خبرو لپاره پاتې دي. تر هغې چې پر ټولو مواردو خبرې ونه‎شي، هېڅ هوکړه به ونه‎شي. هوکړه کې باید بین الافغاني خبرې او هر اړخیز اوربند وي.»
بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د شنبې په ورځ، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو چې د خلیلزاد له لوري یې ښه خبرونه ترلاسه کړي دي.
هغه لیکلي و:«امریکا د سولې په تړاو جدي ده او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي تر څو افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر کور بدل نه‎شي، او دوی هڅه کوي چې خپل ځواکونه کور ته راولي.»
ښاغلي پومپیو د امریکايي ځواکونو د وتو د وخت په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو هم یوې خبرپاڼه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او همداراز د نورو مسایلو په تړاو په خبرو کې له پرمختګه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې لا ډېرو خبرو او کورنیو مشورو ته اړتیا شته.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي دي:«د خبرو پرمهال د اسلامي امارت سیاست ډېر روښانه ووـ تر هغې چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو هوکړه ونه‎شي په نورو مسایلو کې به پرمختګ ونه‎شي.»
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د طالبانو لخوا یاده هوکړه چې دواړه خواوې پرې سلا دي، کله بشپړه او لاسلیک شي.
د طالبانو سرچینو ویلي دي چې دواړه لوري دې هوکړې ته رسېدلي دي چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه وځي او نور به کابل د ترهګرو په ځالې بدل نه شي.
د سولې دې خبرو اترو کې دا څرګنده شوې چې واشنګټن به له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو مهال‎وېش اعلان کړي او طالبانو هم ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته به ګواښ پېښ نه شي او د القاعدې او داعش ډله به له افغانستان نه وباسي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbswb89rhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته