دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۳
د مطلب کود : 178663
کندهار کې يو څارنوال وژل شوی
په کندهار ولايت کې د نامعلومو وسله والو په ډزو يو تن دولتي برحال څارنوال وژل شوی دی.


د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې څارنوال عدالواحد نن سهار لس بجې د کندهار ښار په دوهمې امنيتي حوزې اړوند د هرات دروازې په سيمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وويشتل شو او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
عزيزي وويل چې بريد ګر له سيمې نه په تيښته بريالي شوي دي خو زياته يې کړه چې د نيولو له پاره يې هڅې روانې دي.
څارنوال عبدالواحد چې د کندهار د استيناف څارنوالۍ کې يې دنده درلوده چې په بريد کې لومړی ټپي شوی دی او بيا يې په
روغتون کې ساه ورکړه.
تر اوسه د دې بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې د نامعلومو وسله والو له لوري دولتي کارکوونکي په نښه کيږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg379qwak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته