دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 178666
سوداګرۍ خونه: کابل منډوي کې اورلګېدنه په میلیونونه افغانۍ زیان اړولی
افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د کابل ښار د منډوي په سیمه کې کې اور لګېدنې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په دې هېواد کې له جګړو او نا امنیو وروسته اورلګېدنه د خصوصي سکټور پر وړاندې لوی خنډ دی چې په کلني ډول سلګونه میلیونه ډالره زیان خصوصي سکټور ته اوړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي په دی اړه رسنیو ته وویل، د کابل ښار د منډوي په سیمه کې د یکشنبې د ورځې د اورلګېدنې له امله دوکاندارانو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

د یکشنبې د سهار شااوخوا شپږ بجې د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د منډوي په سیمه کې د میلاد په نوم مارکېټ کې اور ولګېد.
د عیني شاهدانو په خبره، د میلاد په مارکېټ کې بوټان، څپلۍ او خوراکي مواد وو چې په اور لمبه شول.
دوی وایي:
"په دغه مارکېټ کې درې یا درې نیم سوه دوکانونه وو چې چا په کې پنځوس او چا شپېته لکه افغانۍ پانګه اچونه کړې وه چې دلته يې د ګودامونو د سوځېدو له امله زیات مالي زیان ولید."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د اطفایې پر وخت نه رسېدل د دې لامل کېږي چې په سلګونه دوکانونه اور واخلي.
https://avapress.com/vdcjmoevmuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته