دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 178697
مبشر مسلمیار د کابل پوهنتون د شرعیاتو یو استاد د ملی امنیت ځواکونو له لوری ونیول شو
د مبشر مسلمیارد کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځی استاد او احیای سنت مجمع سرپرست نږدی خپلوان د ملی امنیت ځواکونو له لوری د هغه نیول کیدو څخه خبر ورکوی.

 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی مسلمیار د مولوی عبیدالله متوکل همفکرانو او همکارانو څخه دی چی د هغه د نیول کیدو نږدی یو میاشت وروسته، ونیول شو.
د ښاغلی مسلمیار نږدی خپلوان او پلویان په ټولنیز شبکو کې ویلی دی چی هغه د مولوی متوکل نیول کیدو ته اعتراض او نیوکو وروسته نیول شوی دی. د هغه څخه یو ویدیو په ټولنیز شبکو کې خپور شوی دی چی وایی حکومت د متوکل په نیولو سره خلګ مجبوروی چی غرونو ته لاړ شی او اوسنۍ حکومت په وړاندی ودریږی.
رسمی سرچینی تراوسه د هغه نیول کیدو دلیل په اړه څه نه دی ویلی.
احیای سنت مجمع په افغانستان کې د وهابیت او تکفیر ترویج باندی تورن دی.
د احیای سنت مجمع، یو دهغو مراکزو څخه دی چی د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځی ځینی علما او استادان ددی مرکز سره همکاری او غړیتوب یی لری. دا مرکز د داکتر ابراهیم بلخی له لوری رامنځته شوی دی. دا مرکز کابل سربیره په بدخشان او هرات کې هم نمایندګی لری. څو کاله مخکې ددی مرکز یو نمایندګی، په جوزجان کې د وهابیت زده کړی ورکولو او ترویج په تور بند کړل شو.
 
https://avapress.com/vdcdnj0f5yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته