دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 178709
په هلمند کې د هاوان د لګېدلو له امله دوه ملکيان وژل شوي
د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان د لګېدلو له امله دوه ملکي کسان وژل شوي دي.


د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه هاوان د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوى او په وژل شويو کې يوه ښځه او بل نارينه دى.
پېښه تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په سپین مسجد سیمه کې شوې ده چې د راپورونو پر اساس د افغان ځواکونو له‌خوا په کې پوځي عمليات روان دي.
تر اوسه وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
په‌دې وروستیو کې په هلمند کې د جګړې د دواړو غاړو له خوا په بریدونو او جګړو کې ملکي تلفات ډېر شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchv6nzw23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته