دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 178725
په کندهار کې د وسله والو روزنې یو مرکز له منځه وړل شوي
په کندهار کې چارواکي وايي، نړيوالو ځواکونو په کندهار کې د وسله‌والو د روزنې يو ستر مرکز له‌منځه وړی.

پر ياد مرکز هوايي بريدونه وړمه شپه ترسره شوي دي.
نړيوالو ځواکونو د وسله‌والو ياد مرکز د کندهار د سپين‌بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سيمه کې له‌منځه وړی.
د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي وایي چې په هوايي برید کې وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وویل:وسله‌والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. ۱۹ کسان‌یې وژل شوي دي، او ۱۱ نور یې ټپیان دي.
عزيزي وویل چې وسله‌والو له دغه مرکزه د ځانمرګو بريدګرو د روزنې او نورو ترورېستي فعاليتونو لپاره کار اخیست.
خپله نړيوالو ځواکونو او طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
https://avapress.com/vdcf0cdytw6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته