د کونړ ټولګټو چارو ریاست له لوري په دې ولایت کې د سړکونو ساتنې په پار په خاص کونړ،څوکۍ ،نرنګ ،وټه پور او چپې درې ولسوالیو کې د درې څلوېښت اعشاریه شپږ میلیونه افغانیو په لګښت(۱۸۳۸) متره بولډر والونو چارې بشپړ او د یولړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ،ټولګټو چارو رئیس عبدالله دراني ،ولایتي شورا استازو او نورو مشرانو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل چې دغه پروژو بشپړېدو له امله په یادو سیمو کې سړکونو ته د سیند،سېلابونو او باراني اوبو متوجې ګواښ مخه ونیول شوه .
نوموړي د ټولکټو چارو ریاست مسوولینو او پروژې انجینرانو مننه وکړه ،چې د یادې پروژې په بشپړیدو کې زیار ګاللی .