دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 178733
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند انجرابي؛ د خلکو غږ به نړیوالو ته ورسوم
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند غلام فاروق نجرابي وايي چې ځان یې د ریاست جمهوري څوکۍ ته د رسېدو لپاره نوماند کړی نه دی بلکې نړیوالو ته د هېوادوالو د غږ رسولو لپاره ځان د راتلوونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړی دی.

هغه پخوانی او د ملي یووالي حکومت د خلکو غوښتنو ته د رسېدنې په کار کې ناکامه بولي او ټینګار کوي تر هغې چې په هېواد کې ملي یووالی تامین نه شي، سوله او ټیکاو به هم ټینګ نه شي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند چې ډاکتر دی څه د پاسه څلويښت کاله عمر یې د ناروغانو په درملنه او محصلینو ته په تدریس کې تېر کړی او پېچلي عملیاتونه یې کړي دي.
په تېره یوه نیمه لسیزه کې دا څلورم ځل دی چې ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوي.
ولسمشر ټاکنو ته نوماند ډاکټر غلام فاروق نجرابي وویل:«په ۱۳۸۳ او ۱۳۸۸ کلونو کې هم نوماند وم، واقعیت وایم چې له نوماندۍ نه زما موخه دا ده چې د خوارو او مظلمو اواز نړیوالو او افغانستان او ټولو مشرانو ته ورسوم، دا ځل هم زما موخه همدا ده، زه ولسمشر شم زما موخه دا ده د بې وزلو خلکو درد له یوه اصل او قاعدې سره مشرانو او نړۍ ته ورسوم.»
ښاغلی نجرابي د واکمن دولت، سالم حکومت او کلک اولس په شعار سره ټاکنیزې مبارزې ته راغلی. دوه تقاعد شوي دولتي کارکوونکي شریف الله او محمدشریف یې مرستیال دي.
ښاغلی نجرابي سولې ته رسېدل د سیمه‎‎ییزو او نړیوالو هېوادونو صداقت پورې تړلې موضوع بولي.
هغه زیاتوي:«په لومړي سره کې باید د امریکا او اورپا ترمنځ د عمل یو صداقت وي، دویم د افغانستان د ګاونډیو ترمنځ د صداقت معیار عمل وي څو د سولې یوې مسلې ته ورسېږي.»
د غلام فاروق نجرابي روغتون د روغتیا پالو مسووله پروانه بهزاد وايي:«هغه ټولنې ته یو ښه ډاکټر دی او وطن دوسته دی هغه ناروغان چې درمنله یې کوي هغه ناروغان چې هند او پاکستان ته تللي او درملنه یې نه ده شوې، خو ډاکټر صاحب هغه جراحي کړي درملنه یې کړې، شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې وي.»
فاروق نجرابي په ۱۳۳۳ هجري لمریز کال کې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلی، د کابل په طب پوهنځي کې یې زده کړې کړې او څوارلس کاله یې له هندي استادانو هم زده کړې کړې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexv8zxjh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته