دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 178758
جمهوررئیس: د افغانستان ثبات او هوساینه د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو د ستونزو تلپاتې حل سره نېغه اړیکه لري
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د کډوالۍ تخصصي مدیریت سمپوزیم د اختتامیې مراسمو کې چې د نړۍ هیوادونو د ګټورو تجربو تر ټولو ښه درسونه ترسرلیک لاندې دوه ورځې په ارګ کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې چې تیره مازدیګر په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، جمهوررئیس غني د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو د ستونزو او د دوی د ژوند په بېلابېلو ابعادو کې د نغښتو فرصتونو، د سیمې او نړۍ هیوادونو په همکارۍ د افغانستان شموله لار نقشې اړتیا د لوی ملي پالیسي د تطبیق او د دې لوی ملي معضلې د حل په موخه د ساختاري بدلونونو د ایجاد په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس وویل، له عاطفي، احساسي اوملي لیدلوري بیروني او داخلي کډوالي د افغانستان د خلکو له عمده مسایلو څخه یوه ده.
محمد اشرف غني وویل، بې کوري د دې خاورې د خلکو ګډه ستونزه ده او موږ دا حقیقت ښه درک کوو چې د افغانستان ثبات او هوساینه د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو د ستونزو دایمي حل سره نېغ ارتباط لري.
جمهوررئیس وویل، په دې سمپوزیم کې له وړاندې شویو مقالو او هغو کتابونو څخه چې د کډوالۍ په اړه مې لوستي، وموندله چې د کډوالو په اړه په تحلیلي مطالعاتو کې هیڅ ډول اجماع نشته.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، موږ له دقیقو ارقامو پرته پالیسۍ جوړو. خپل کډوال په اساسي توګه نه پېژنو او نه پوهېږو چې هغوی کومې پانګې لري. هغه څرګنده کړه، د کډوالو د جذب طرحې تر زیاتې اندازې ډېرې میخانیکي وې، قوانین او وړاندیز شوې پالیسۍ د شرایطو، ابعادو، کمیت او فرصتونو له درک پرته مطرح شوې دي.
جمهوررئیس زیاته کړه، افغانان د فرد په  توګه بهر ته لاړل، خو نن له هیواد دباندې منظم تشکل او هراړخیزه پانګه لري او دا هغه فرصت دی چې کډوالو ته  د هغه افغان په توګه وګورو چې نه یوازې خپل ژوند تامینوي، بلکې د میلیونونه نورو افغانانو ژوند ته هم د هیواد په داخل کې مثبت بدلون ورکوي.
د هیواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، کډوال ته په حقارت کتل په حقیقت کې د افغانستان ملي عزت ته په حقارت کتل دي، کډوال زموږ ویاړ دي.
جمهوررئیس غني وویل، د کډوالو ستونزه په یو وزارت او اداره نه حلېږي، نواړتیا ده چې په عواملو فکر وکړو او حل لارې په اساسي توګه وسنجوو.
جمهوررئیس وویل، موږ باید د اصولو او د لوبې د قواعدو په اړه پایلې ته ورسېږو او هغه اصول او د لوبې قواعد اساسي قانون دی.
هغه زیاته کړه، افغان کډوالو ته باید د ثروت په  توګه وکتل شي، ځکه ملي پانګه ده او باید له هغوی استفاده وشي. څومره چې زموږ غېږ کډوالوته پرانیستې وي، همغومره حل لارې اسانه کېږي.
جمهوررئیس غني د کډوالو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، پر کډوالو سربېره فرهنګي غنا او د افغانستان ژبه او ارتباطات اساسي پانګې دي. هغه څرګنده کړه، د افغانستان د هوساینې کیلي موږ په بهرنیو مرستو کې نه، بلکې د افغانانو بشري او فزیکي پانګې څخه په اعظمي استفاده کې وینو.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د ځمکې بانک ایجاد شوی او دا د کډوالو  لپاره ښه خبر دی او زیاته یې کړه، هر افغان اوله درجه دی او د هیواد ټولو ولایتونو ته باید په عادلانه توګه وکتل شي. دا واحد هیواد دی او واحده پالیسي غواړي.
جمهوررئیس په تېرو څلورو کالو کې د قانون د حاکمیت، د دولت د کلیدي دندو د تعریف او د ټولو وزارتونو لپاره د لار نقشې د ایجاد، د حکومتولۍ په هره کچه د ملي لوی پروګرامونو د عملي کېدو، د افغانستان فزیکي، بشري او فرهنګي پانګې څخه د اعظمي استفادې، د کرنې او کلیو پراختیا د ملي پروګرام د پر پښو ودرولو او پر امنیت، ثبات، سولې د بنیادي پانګونې په شپږ عمده برخو کې د حکومت د اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، په افغانستان کې د تلپاتې سولې عملي پلان اروپایي ټولنه له افغانستان سره شریکوي او د دې پلان یوه عمده برخه د کډوالو، کوچیانو او داخلي بې ځایه شویو د ستونزو حل او د افغان کډوالو تدریجي، باعزته او هراړخیزه ستنېدنه ده.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان د سولې پلان چوکاټ کې یوه جامع حل لاره تر پلانګذاري لاندې ده چې عملي کېږي او د کډوالو ستونزې به د هغو پروګرامونو له لارې چې پر کار او مسکن تمرکز لري، حل شي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل: د دې وخت رسېدلی چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د افغانانو په مالکیت او مدیریت واحد پروګرام طرحه او د بین المللي ټولنې په همکارۍ تطبیق شي.
 په دې مراسمو کې د بین المللي چارو څېړونکي او د یاد سمپوزیم اسانچاري ملک ستیزپه یاد سمپوزیم کې د مهمو بحث شویو نکاتو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل، د کډوالۍ په اړه له غوره نړیوالو تجربو زده کړه، د کډوالو د مدیریت د ښه والي په  موخه ملي او بین المللي بنسټونو ته سپارښتنې او په افغانستتان کې د مدیریت مبحث بدلون د یاد سمپوزیم درې مهمې موخې وې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbswb8wrhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته