دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 178780
ایټالیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ
د ایټالیا دفاع وزیره، الیزابت ترینتا وایي له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل به د یو کال په موده کې عملي کړي.
د ایټالیا دفاع وزارت وايي له افغانستان د خپلو ځواکونو وتلو تګلاره ارزوي او د یو کال په موده کې به یې عملي کړي.
د امریکا دفاع وزیره الیزابت ترینټا ددغه هیواد له پوځي قومندانۍ غوښتي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو تګلارې عملي کیدل پیل کړي.
له دی سره هغې ویلي چې هیواد یې د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو او د افغانستان لانجې سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې د امریکا د فاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط منلي چې امریکا له طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو هوکړه کړې.
ایټالیا همدا اوس په افغانستان کې نهه سوه سرتیري لري چې پریکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg779qzak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته