کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۲۰۱۹ میلادي کال د پولیو لومړۍ پېښه کندهار کې ثبت شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 دلو 1397 ساعت 17:41

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پېښه د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.



د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې، چې د سه شنبې په ورځ ( سلواغې ۹مه) یې خپره کړې ویلي، چې د کندهار د سپین بولدک په سرحدي ولسوالۍ کې یوه ۲۲ میاشتنۍ انجلې د پولیو یا ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ وهلې ده.
د عامې روغتیا وزیر داکټر فیروزالدین فیروز په دې اعلامیه کې په کندهار کې د پولیو په دې تازه پیښې اندیښنه ښودلې ده.
ډاکټر فیرز ویلي" په کندهار کې دغه وروستۍ پېښه دا ښيي، چې په دې ولایت کې او په عمومي ډول په ټوله جنوبي حوزه کې ماشومان لاهم د پولیو د لوړ ګواښ سره مخ دي".
د پولیو د دې پېښې راپور په داسې حال کې ورکړ شوی، چې د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین د افغانستان په جنوبي او ختیځه حوزو کې دوام لري.
په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ټولې ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د دغو پیښو ۱۵ یې په دریو جنوبي ولایتونو کندهار، هلمند او ارزګان کې اوپاتې نورې په دریو ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او نورستان کې ثبت شوې وې.
افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې هغه درې هیوادونه دي، چې لا هم په دغو هیوادونو کې د پولیو یا ماشومانو ګوزڼ ویرس د ماشومانو ژوند ګواښي.
په افغانستان کې ناامنۍ سربیره په ځینو لرو پرتو سیمو کې دخلکو انګرینې هم د دغې ناروغۍ له منځه وړلو په برخه کې د یو خنډ په توګه ګڼل کیږي.
د دغسې انګرینو له منځه وړلو لپاره تیره اونۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز خبریالانو سره په خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د پولیو ضد واکسین د نسل د کمولو لامل نه کیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې وسله وال طالبان په دې سلا شوي، چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې په جوماتونو کې ماشومانو ته د پولیو د ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړل شي.
دمخه افغان حکومت په افغانستان کې د پولیو د ویرس له منځه وړلو لپاره کور په کور د ماشومانو د واکسین کمپاین پرمخ وړه.
اوس به دا کمپاین جومات پر جومات پرمخ وړل کیږي.
افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملګروملتونو د ماشومانو د ادارې "یونسیف" او د روغتیا د نړیوال سازمان "ډبلیو ایچ او" په مالي او تخنیکي مرسته د روان میلادي کال د پولیو ضد واکسین لومړی فرعي کمپاین د ۱۷ ولایتونو په ۱۷۹ ولسوالیو کې د سلواغې د میاشتې په لومړیو کې پیل کړی دی، چې دا وزارت وايي، دا کمپاین لا هم دوام لري.
 


د مطلب کود: 178795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178795/د-۲۰۱۹-میلادي-کال-پولیو-لومړۍ-پېښه-کندهار-کې-ثبت-شوه

آوا
  https://www.avapress.com