دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 178796
پنټاګون: د افغانستان نه مو د ټولو عسکرو د ایستلو امر نه‌دی کړی
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پیټرک شناهن د افغانستان په اړه په خپلو لومړیو خبرو کې ویلي دي چې د افغانستان نه یې د ټولو عسکرو د ایستلو امر نه‌دی کړی.

د دفاع سرپرست وزیر شناهن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې د ځواب ورکولو ډډه وکړه چې ایا امریکا د افغانستان د ټولو عسکرو په ایستلو غور کوي، خو هغه وویل چې "د خلیلزاد او د طالبانو خبرې هیله بخښونکي دي."
ښاغلي شناهن وویل چې د اونۍ په اخیره کې به د افغانستان د سولې د پروسې په اړه په تفصیل سره خبرې وکړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم دغه مهال په پنټاګون کې د ښاغلي پیټرک شناهن سره ملاقات ته ورغلی و.

ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل چې د مذاکراتو ملاتړ کوي خو د افغانستان نه د ځواکونو ایستلو په اړه خبرې د وخت نه مخکې خبرې دي. هغه وویل: "مونږ به د ضرورت ته زیات نه ایساریږو خو مونږ به د وخت نه مخکې و هم نه ووځو چې افغانستان بیا د یو داسې حالت سره مخ نه شي"
د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سیډرز هم خبرې غونډې ته ویلي دي چې په افغانستان کې جنګ ختمول د امریکا لمړیتوب دی او دا چې افغانستان یو ځلې بیا د ترهګرو پناهځای نشي.
ساره سینډرز د خبریالانو د یوې پوښتنې چې ایای ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د مذاکراتو طرفداره دی، وویل چې "مذاکرات به دوام وکړي."
د امریکا د سي این این ټلویژون د جنورۍ په ٢٨ ویلي دي چې پنټاګون د افغانستان نه د عسکرو د بیرته ایستلو تګلاره جوړوي.
 
ولسمشر ټرمپ د افغانستان د مسئلې د حل لپاره یوې خوا ته په پاکستان فشار زیات کړی دی او له بلې خوا یې زلمي خلیلزاد ته د سولې پروسې د پر مخ بیولو دنده سپارلې ده.
وړمه شپه زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره لیدنه کې ویلي و چې له طالبانو سره یې د موقتي حکومت جوړولو په اړه خبرې نه دي کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnj0f9yt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته