دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۱
د مطلب کود : 178807
هلمند ولایت کې ۷ تنه طالبان وژل شوی دی
د افغانستان په هلمند ولایت کې افغان مقامات د جاڼیزو عملیاتو پر مهال د ۵ طالب وسله والو د وژل کیدو، ۸ کړۍ ماینونو د شنډیدو او دغه راز د ۱۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو د له منځه وړلو خبر ور کړل شوی دی.

په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ ائتلافي ځواکونو په هوایي برید کې ۲ نور وسله وال طالبانو وژلي دي.
په کندز کې هم ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۴ طالب وسله وال شوي دي.
په کندز کې د افغان ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د وسلو یو لوی زیرمتون هم له منځه وړل شوی دی. د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې د وسله والو د ځپلو په موخه ژمينو ځمکني او هوایي بریدونو زور اخیستی دی.
 
https://avapress.com/vdcgz79quak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته