دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۵
د مطلب کود : 178808
غزنی ولایت کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوی او څو تنه نور یی ټپیان شوی دی
نظامي چارواکو د افغانستان په جنوب لویدیځ غزني ولایت کې د ګڼ شمېر طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو له لوري خپره شوې اعلامیه وایي چې، د غزني ولایت په اندړ او ده یک ولسوالیو کې یې عملیات کړي ۴ وسله وال مخالفین یې وژلي او ۲ نور یې ژوبل کړي دي.
دغه اعلامیه زیاتوي چې، ائتلاف ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي چې پایله کې یې ۱۲ مخالف وسله وال وژل شوي او دوه عرادې فیلډر موټرونه یې ویجاړ شوي دي.
د دغې خپرې شوې اعلامیې له قوله د غزني په یوه بله ولسوالۍ مقر کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې پایله کې یې ۶ وسله وال وژل شوي او څو نور یې ټپیان شوي دي.
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په سویل کې پروت نا امن ولایت دی چې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ درنې جګړې پې کیږي.
 
https://avapress.com/vdchv6nz623nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته