دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 178811
د پولیو لومړي مثبته پيښه په روان زیږدیز کال کې له کندهاره راپور شوه
له امله یېله بده مرغه یوه ۲۲ میاشتنۍ انجلی ماشومه د تل لپاره فلج شوه. دا پېښه په ۲۰۱۹ کال کې د پولیو یا د ماشومانو دګوزڼ ناروغۍ لومړۍ مثپته پېښه په هیواد کې ګنړ کیږي.
د کندهار ولايت د سپین بولدک ولسوالی څخه د پوليو(ګوزڼ) د نوې مثبته پېښيه راپور شوه چې له امله یېله بده مرغه یوه ۲۲ میاشتنۍ انجلی ماشومه د تل لپاره فلج شوه. دا پېښه په  ۲۰۱۹ کال کې د  پولیو یا د ماشومانو دګوزڼ ناروغۍ لومړۍ مثپته پېښه په هیواد کې ګنړ کیږي. په تیر زیږدیز کال کې د پولیو ۲۱ مثبتې پیښې په هیواد کې ثبت شوې وې چې ۱۵ پيښې په سویلي حوزه کې او ۶ پيښې په خیتيځه حوزه کې ثبت شوې وې. دا پيښه په داسې حال کې راپور کیږي چې د پولیو ضد کمپاین په سویلي او ختیځه حوزو کې دوام لري او موخه یې د پنځو کالو کم عمره ماشومانو واکسین کول دي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیرز وویل: " په کندهار کې دغه وروستی پيښه ددې ښوونه کووي چې په دې ولایت کې او په ټولیزه توګه په ټول سویلي حوزه کې ما شومان لاهم د پولیو د لوړ ګواښ سره مخ دي. په دې لاعلاجه ناروغۍ د ماشومانو فلج کیدل د ژوند په پیل کې ډیر دردوونکي دی. مونږ ټول د یوه مسلمان کورنی، د ټولنې دمخور او د روغتیايي کارکوونکو په صفت دا مسئولیت لرو چې ددې ناروغۍ په وړاندې خپل ماشومان خوندي وساتو او ددې ناروغۍ په له منځه وړلو کې جدي مبارزه وکړو او نړۍ په دې برخه کې مونږ ته سترګې په لاره دي. "
د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نلري. نوي زیږیدلی او ناروغ ماشومانو ته ددې واکسین ورکول لازیات ضروري او حتمی دي، ځکه چې دهغوی د بدن معافیت او مقاومت کمزوری دی، که چیرې واکسین نشي، ډیر ژره په دې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخامخ کیږي.
د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی او په دې وروستیو کې ددې واکسین ورکول ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر د اسلامي نړۍ د معتبرو مراجعو لکه د هندوستان د دیوبند دارالعلوم، د مصر الاظهر نړیوال اسلامي پوهنتون، د دوکتور یوسف قرضاوي په مشرۍ د اسلامي عالمانو نړیوال اتحاد،  د سعودي عربستان د حرمین شرفین امامانو، د اسلامي هیوادونو د مرستو سازمان، د اسلامي فقهې نړیوالې ټولنې او د یو شمیر نورو معتبرو اسلامي مدارسو ، مراکزو  او غښتلو دیني عالمانو له خوا ددغه واکسین څخه د ملاتړ په خاطر فتواګانی صادرې شوي او ددغه واکسین تطبیقول یې ماشومانو ته د والدینو شرعي واجب او مکلفیت بللی دی.  
افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کې هغه درې هیوادونه دي چې لاهم د پولیو اندیمیک په توګه پيژندل کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8wb88rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته