دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 178830
زلمی خلیلزاد: طالبانو سره د سولې په برخه کې لا هم ملي اجماع نه شته
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په دې باور دی چې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په برخه کې یوه ملي اجماع لا هم نه شته.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په دې هېواد کې سولې ته تللې لاره، داخلي، سیمه ییزې او نړېوالې پیچلتیاوې لري.
نوموړې په کابل کې د یک تلویزون سره د سې شنبې په ورځ په مرکه کې وویل چې د طالبانو سره په وروستیو خبرو اترو کې یې د ځینو دې پیچلتیاو په برخه کې پرمختګونه کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد په دې مرکه کې د سولې په بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ خو په عین حال کې یې وویل چې سولې ته د رسېدو په برخه کې افغانستان کې یو واحد نظر لا هم نه دی موجود:
”ان ځینې وايي چې چمتو دي، د سولې لپاره خپل سر قرباني کړي. خو په دې اړه چې د څه شي قرباني ورکړل شي، په دې خوا کې یعنې د طالب په مخالفه خوا کې چې ( ازاد افغانستان ) دی یوه اجماع وجود نه لري. زما په فکر هغه خبرې اترې چې ما دلته کړې، ځینې یوه لاره غوره ګڼي، ځینې بیا بله لاره غوره ګڼي.“
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازې ددې مرکې په یوه برخه کې وویل، د سولې په بحثونو کې د اختلاف یو مهم ټکی دادی چې طالبان چمتو نه دي له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د زلمي خلیلزاد په وینا د طالبانو په نظر افغان حکومت مشروع حکومت نه دی.
ښاغلي خلیلزاد وویل دا هغه نظر چې موږ یې نه منو.
خلیلزاد همدارنګه وویل، طالبان فکر کوي چې که د افغانستان له اوسني حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي، دا به په دې معنی وي چې د راتلونکو انتخاباتو یو کاندید ته چې اوسنی ولسمشر دی، امتیاز ورکوي.
ومو غوښتل چې د ښاغلي خلیلزاد ددې څرګندونو په اړه د ارګ نظر واخلو، خو د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي ونه غوښتل په دې اړه خبرې وکړي.
له بلې خوا د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم وايي، ښايي سولې ته د رسیدو په برخه کې دلته د نظرونو توپیر موجود وي، خو د نوموړې په وینا د سولې په اړه عمومي ملي اجماع شته:
”ښايي، د سولې غوښتنې په بڼه کې د نظرونو توپیر موجود وي، یو ګوند، یو لوری، یو شخصیت ښايي په یو بڼه وغواړي چې د سولې دهلیز ته ننوزو، یو بل لوری ښايي په بله بڼه سولې ته رسیدل وغواړي. نو په شیوه او نظر کې ښايي توپیر و اوسي، خو په اصل کې افغانستان کې هیڅ لوری، هیڅ ډله، هیڅ قوم او یا شخص داسې نه شته چې سولې سره موافق ونه اوسي. “
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، تازه په دوحه کې له طالبانو سره شپږ ورځني مزاکرات پای ته رسولي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره په قطر کې د خپلو مزاکراتو جزییات شریک کړل.
ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ وویل، سوله زر غواړي خو په تدبیر یې غواړي.
د ښاغلي غني په وینا نه غواړي چې په افغانستان کې پخوانۍ تیروتنې تکرار شي.
نوموړي په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب څخه د واک انتقال ته اشاره وکړه چې ترې را وروسته افغانستان د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شو.
ښاغلي خلیلزاد له یک ټلویزون سره په مرکه ټینګار وکړ چې امریکا نه غواړي له افغانستان څخه ووځي او په دې هېواد کې یوه تشه رامنځ ته شي چې د پخوا په څېر کورني جګړې ونښلي.
تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم ویلي و چې بې وخته به له افغانستان څخه ونه وځي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc14qsx2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته